امنیت

لس وسله وال طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل/باختر/ د زمري٨مه
په هلمند کې ١٠ وسله وال طالبان په نويو هوايي بريدونو کې ووژل شول  او ٧ نوريې ټپيان شول.
پر دغو وسله والو طالبانو له تېرې شپې څخه تر نن سهاره پورې د نهر سراج او سنګين ولسواليو په ځينو سيموکې بريدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جکپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې دغه بريدونه هوايي ځواکونو ترسره کړي دي.
هغه تاييد کړه چې په بريدونوکې ١٠ وسله وال طالبان وژل شوي او ٧ نوريې ټپيان شوي دي.
د را رسېدلو خبرونوله مخې: په بريدونوکې له ټولو جنګي وسايلو سره يې د وسله والو طالبانو څلور پټنځي هم له منځه وړل شوي دي.
ختم- ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته