خبرونهفرهنګ

د لوګر د سیمیز موزیم د لیدونکو شمېر ورځ تربلې د ډېرېدو په حال کې دی

 کابل، د غبرګولي۲۲مه، باختر

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وايي، چې د یاد ولایت سیمیز موزیم د لیدونکو شمېر ورځ تر بلې پر ډېرېدو دی.

د یاد ولایت د موزیم عمومي مدیر محمد امین ناصري باخترآژانس ته وویل؛ چې اوسمهال له یاد موزیم څخه د ليدونکو شمېر تر پخوا په بې ساري توګه ډېر شوی دی.

نوموړي د ډاډمن امنیت ټینګښت او د فرهنګي چارو سره د دې ولایت د اوسېدونکو مینه او علاقه د سیلانیانو د ډېرېدو عمده لاملونه په ګوته کړل.

ناصري زیاته کړه چې اوسمهال د لوګر په سیمیز موزیم کې له ۱۰۰ څخه ډېر تاریخي آثار، لاسي صنایع او نور تاریخي توکي شتون لري، چې په وړیا ډول د دې ولایت د فرهنګ دوستو اوسېدونکو له لوري دغه موزیم ته سپارل شوي دي.

په ورته وخت کې د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس رفیع الله صمیم باختر آژانس ته وویل چې، د لوګر ولایتي موزیم لپاره په مرکز پل علم ښار کې څه باندې درې جریبه ځمکه په نظر کې نیول شوې او د جوړولو په موخه يې له اړونده وزارت سره وړاندیزونه شریک کړي دي.

د لوګر د سیمیز موزیم چارواکي د یاد ولایت له اوسېدونکو څخه غوښتنه وکړه، چې د دغه موزیم د لابډاېتوب په برخه کې دې خپلې همکارۍ ونه سپموي او کوم تاریخي آثار او توکي، چې کورنو کې لري موزیم ته دې  یې د لاښه ساتلو په پاره ډالۍ کړي.

هېره دې نه وي چې د لوګر سیمه ییز موزیم، چې په ۱۳۹۴ هجري لمریز کال کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند عامه کتابتون په ودانۍ کې جوړ شوی دی، تر او سمهاله له سلو زیات تاریخي آثار، لاسي صنایع او نور تاریخي توکي پکې شتون لري.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته