سیاست

دکابل دځانمرګي بريد په اړوند داجراييه رياست اعلاميه

-کابل باختر د غبرګولي يوولسمه :
دکابل دځانمرګي بريد په اړوند داجراييه رياست اعلاميه
طالبانو او منفوروتروريستانو يو ځل بيا خپله شيطاني غير اسلامي څيره نندارې ته وړاندې کړل .
دغو وحشيانو دروژې په مبارکه مياشت کې دځانمرګي بريد په ترسره کولو سره  زموږ ديوزيات شمير  ملکي هېوادوالو د شهادت او ټپي کيدو سبب شول .
د طالبانو او نورو ډارنو تروريستانو دغه ډارن او له انسانيت څخه  لرې عمل يوځل بيا ددغو تور زړو دښمنانو انساني ماهيت او دښمنانه څيرې  نندارې ته وړاندې کړې . په دغو غمجنو شيبو کې په داسې حال کې چې ددغې پيښې شهيدانو ته دفردوس جنت او ټپيانو ته يې دسملاسي روغتيا هيله کوو امنيتي  ځواکونو او دغه راز  دکابل روغتونونو ته مو لارښوونه کړې ده  چې په زياتې هوښيارۍ دخلکو دامنيت  په تامينولو او دټپيانو سره دسملاسي مرستې په لاره کې  له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړي .
ګرانو هېوادوالو او کابل ښاريانو ته  په مسوولانه ډول  ډاډ ورکوو چې په ټول توان او دالله ( ج )  په مرسته دطالبانو او تروريستانو دغه بريد او دهغوى کورنيو او بهرنيو تور زړو همکارانو ته جدي ځواب ورکوو او دغه جنايتکاران ددوى دعملونو په سزا رسوو .
دتروريستانو جنايتکارانه عمليات په هېواداو دنړۍ په نورو سيمو کې يوځل بيا  ددغې ناوړې پديدې سره دمقابلې لپاره  دهراړخيزو همکاريو اړتياله پخوا زيات طرحه کوي ،اوموږ  دالله ( ج ) په مرسته  او دافغانستان دميړنيو خلکو او دهېواد دنړيوالو متحدينو په همکارۍ  دتروريستانو دله منځه وړلو لپاره خپله مبارزه  په جديت سره  تعقيبوو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته