خبرونهورزش

د لامبو وهنې آسیايي سیالیو کې افغان لوبغاړي په دوو جلا سبکونو کې دویم او اووم مقام خپل کړ

کابل، د کب ۸مه، باختر

د لامبو وهنې د ۱۱م پړاو آسیايي سیالیو کې چې د فليپين هېواد په کوربه توب ترسره کېږي، افغان لوبغاړي عرفان علي په دوه بېلابېلو سبکونو کې دویم او اووم مقام خپل کړ.

نوموړي په برېسټ سټروک (Breaststroke) سبک کې په ۳۴،۸۵ ثانیو کې د ۵۰ متره واټن په طی کولو سره دویم مقام او په فري سټایل ( Freestyle ) سبک کې یې په ۲۷،۶۵ ثانیو کې د ۵۰ مترو واټن په طی کولو سره اووم مقام خپل کړ.

ټاکل شوې چې افغان لوبغاړی عرفان علي به خپله راتلونکې سیالۍ د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د بټر فلای (Butterfly) په سبک کې په ۵۰ متري واټن کې ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې یادې سیالۍ د روان میلادي کال د فبروري میاشتې په ۲۶مه نېټه پیل شوي اود مارچ د میاشتې تر ۹مې نېټې به دوام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته