کابل باختر دليندۍ اته ويشتمه :
د حج او اوقافو وزارت خبرتيا
د حج او اوقافو وزارت په پام کې لري چې د اسلام د ستر پيغمبر، د بشريت د ناجي حضرت محمد مصطفى (ص ) د نيکمرغه ميلاد د پرتمينې نمانځنې په مقصد د روان کال د ليندۍ د مياشتې له نهه ويشتمې نيټې څخه د مرغومي د مياشتې تر پنځمې نيټې پورې د (اسلامي اخوت) د اوونۍ په نامه اعلام کړي.
په دې وسيله د جوماتونو او حسينيه و له ټولو امامانو، خطيبانو، واعظانو، له ټولنيزو او فرهنګي بنسټونو، علمي مرکزونو، دولتي ارګانونو، د چاپي، تصويري او صوتي په ګډون له ټوليزو رسنيو او له ديندارو هېوادوالو څخه غوښتنه کيږي چې د غونډو په جوړولو سره د آنحضرت (ص) سيرت او سنت په دې مناسبت ونمانځي.
0 1 دقیقه لوستل