خبرونهاقتصادTOPټولنهروغتیا

د فراه په شيخ ابونصر فراهي بندر کې ۱۶۳ ټنه بې کیفیته توکي وسوځول شول

کابل، د کب ۱۴مه، باختر
د فراه د شيخ ابونصر فراهي بندر مسوولینو په دغه بندر کې د ۱۶۳ ټنه تاریخه تېره خوارکي او غیر خوراکي توکو د سوځولو خبر ورکړی دی.
د فراه د شیخ ابونصر فراهي بندر مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي چې د تېرو دوو کلونو په موده کې یې ۱۶۳ ټنه تاريخ تېره او بې کيفيته خوراکي او غیر خوراکي توکي را ټول او سوځلي دي.
په يادو سوځول شويو توکو کې ۱۱۶ ټنه صنعتي مالګه، ۲ ټنه خرما، ۱۹ټنه د ويښتانو ژل، ۴ ټنه د توليدي شرکتونو د ماشينونو پريمنځونکي توکي او نور شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې په یاد بندر کې وخت ناوخته بې کیفیته خوراکې او غېر خوراکي توکي نیول کېږې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته