امنیت

يو ډار اچوونکى په لغمان کې ونيول شو

کابل / د سلواغې ۱۲ مه / باختر
د لغمان په اليشنګ ولسوالۍ کې د ډار اچوونکو عملياتو په دوام يو کس د طالبانو په ډله کې د غړيتوب په تور ونيول شو.
پوځيانو ملا محمدالله تېر ماښام ونيو. هغه په لومړينو تحقيقاتوکې د طالبانو په ډله کې پر غړيتوب او په څو ډار اچوونکو بريدونکو کې په خپل ګډون اعتراف کړى دى.
له بله پلوه د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره  ويلي دي چې پوځيانو په ډار اچونې ضد عملياتوکې د اليشنګ سلګونه کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک کړي دي.
په عملياتو کې چې يوه اوونۍ يې وخت ونيو؛ شپږ ډار اچوونکي ووژل شول او لسګونه نور يې ټپيان شول.
د يو بل خبرله مخې:
د لغمان پوليسو د دغه ولايت له ګڼ مېشتو لارو څخه د ١٠ ماينونو په کشف سره د يو لړ چاودنو مخه ونيوله.
پاى مدينه ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته