خبرونهسیاست

د فراه نوى والي معرفي شو

کابل / د غبرګولي ٢۴مه / باختر

د سيمه ييزو ارګانونو د پاليسۍ معين پرون د فراه نوى والي مسعود بختور د دغه ولايت ملکي او پوځي مسوولينو ته معرفي کړ.

په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوه؛ د سيمه یيزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د پاليسۍ معين جوادي په دولتي ادارو کې ادلون بدلون د کار د ښه والي په خاطر يو اصل وباله او د فراه د پخواني والي تاج محمد جاهد کارونه يې وستايل.

د فراه نوي والي مسعود بختور وويل: زه په فراه کې نه قوم لرم، نه په چا پورې تړلې يم، بلکې هر څوک چې د فراه د جوړولو لپاره خدمت وکړي؛ هغه زما قوم او زما عزيز دى.

هغه زياته کړه: چېر ته چې زموږ درې رنګه بيرغ ورپيږي، موږ د هغې سيمې د امنيت د تامين مسوول يوو.

هغه زياته کړه چې د خلکو او حکومت ترمنځ واټن بايد له منځه يوړل شي.

ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته