فرهنګ

په ننګرهار کې ۴۰۰ کاله وړاندې جوړه شوې تاريخي کلا بیا رغاونې ته اړتيا لري

کابل/ د چنګاښ ۱۸ مه / باختر

د ننګرهار په  روداتو ولسوالۍ کې د صدر په نوم ۴۰۰ کاله وړاندې جوړه شوې تاريخي کلا د لمنځه تللو له ګواښ سره مخ ده او بيا رغونې ته اړتيا لري.

باختر آژانس ته د ننګرهار والي ویندوی  معلوماتو له مخې؛د يادې کلا د ديوالونو پراخوالی دوه نيم متره او جګوالی يې څلور متره دی، چې يوه لویه د لرګي دروازه او يوولس امنيتي برجونه لري.

په سيمه کې تر ټولو سپین ږیري  خلک وايي، چې يادې کلا جوړولو لپاره خټه په فيلانو جوړه شوې وه او په جوړولو کې يې سخت او معياري کار شوی.

دوی وايي چې دغه کلا څلور سوه کاله وړاندې جوړه شوې وه، چې په کورنيو جګړو کې زيانمنه شوه او اوس يې ډېره برخه تخريب شوې ده.

د سيمې خلکو له حکومت غوښتنه وکړه، چې د دې کلا په بيا ترميم کې همکاري وکړي او دغه کلتوري میراث او تاريخ ژوندی وساتي.

د یادې کلا تاریخي لرغونتوب لا ډېرې څېړنې ته اړتیا لري چې جوته شي دا کلا کله او چا د کومومومو لپاره جوړه کړې وه.

 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته