خبرونهاقتصادTOPټولنه

د غور د پاسپورټ مدیریت ۶۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

کابل، د مرغومې ۲۸ مه، باختر

د غور د پاسپورت مدیریت مسوولین وايي، چې یاد مدیریت د روان کال په تېرو ۱۰ میاشتو کې ۶۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د غور د امنیې قوماندانۍ د پاسپورټ مدیر مولوي حسام الدین نظامي د باخترآژانس خبریال ته ویل، د روان کال د وري له میاشتې څخه تراوسه پورې د ۱۲ زره توکه پاسپورټونو د وېش له درکه ۶۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارلي دي.

د غور ولايت اوسېدونکي په دغه ولايت کې د پاسپورټونو د وېش له بهير څخه خوښي څرګندوي  او وايي د پخوا په پرتله د دغه ولايت د پاسپورټ په مديريت کې د پاسپورټونو د ترلاسه کولو لپاره لازمې اسانتياوې رامنځته شوي او اوس کولاى شي په اسانۍ سره پاسپورټونه ترلاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته