خبرونهنړۍ

صهیونست پوځ د خپلو درې نورو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی

نړۍ، د سلواغې ۲۴ مه، بهرنۍ رسنۍ

د اسرایلو پوځ نن سه شنبې خبر ورکړی، چې تازه یې د غزې په جګړه کې درې سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د دغو سرتېرو عمرونه ۲۷، ۳۰ او ۳۶ کلن ښودل شوي او د پوځ ۶۳۰ کنډک کې یې دنده ترسره کوله.

د رسمي شمېر له مخې له فلسطیني جهادي ډلو سره په مخامخ جګړه کې په تېرو څلورمیاشتو کې ۲۲۷ تنه اسرایلي سرتېري وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي، خو غزه کې د جګړې پېچلتیا او د فلسطیني جهادي ډلو بریدونو ته په کتو دغه شمېره د منلو نه ده او ممکن دغې جګړه کې تر دا مهاله زرګونه اسرایلي سرتېري وژل شوي  او ټپیان شوي وي.

دا په داسې حال کې ده، چې صهیونست پوځ تازه له وړمې ورځې راهیسې د غزې پر رفح ښار چې له مصر سره پر پوله پروت دی، بریدونه پیل کړي او ګڼشمېر ملکي وګړي یې وژلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته