خبرونهاقتصادTOP

د عوایدو عالي شورا لومړۍ غونډې جوړه شوه

کابل/ د غبرګولي ۱/ باختر

د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د عوایدو عالي شورا لومړۍ غونډه چې د برنامو، پالیسیو او ستراتېژيو د تطبیق په برخه کې د بین الوزارتي همغږۍ په موخه د عوایدو زیاتولو لپاره جوړه شوې ده، ترسره شوه.

د اجنډا مطابق د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د عوایدو عالي شورا کړنلاره په څلورو څپرکو او ۲۸ مادو کې غونډې ته وړاندې کړه چې شورا تصویب او د چارو ادارې ته دنده وسپارل شوه چې په دوامداره توګه د عوایدو عالي شورا غونډې جوړې کړي.

ورپسې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال د هرات ولایت- اسلام قلعه ګمرک د اورلګېدو د تاوان د ورکړې د تګلارې راپور غونډې ته وړاندې کړ چې تایید او اړوندو ادارو ته دنده وسپارل شوه، ترڅو د اسلام قلعه اورلګېدو زیانمنو شویو ته د خساري جبران په برخه کې رسېدګي وکړي.

وروسته د مالیې وزارت سرپرست غونډې ته په تېرو پنځو میاشتو کې د دولت د عوایدو راټولولو راپور وړاندې کړ. د عوایدو عالي شورا مالیې وزارت ته دنده وسپارله چې د ۱۴۰۰ مالي کال ترپایه د هیواد د عوایدو د غوره مدیریت په موخه لنډمهاله، منځ مهاله او اوږدمهاله برنامې ترتیب او د عوایدو عالي شورا غونډو ته وړاندې کړي.

همداراز مالیې وزارت د قاچاق مصادره شویو توکو له پلور څخه د ترلاسه شویو عوایدو د توزیع طرزالعمل په درې څپرکو او ۱۸ مادو کې غونډې ته وړاندې او له بحث وروسته پرېکړه وشوه چې پر یاد طرزالعمل بیا ځلې غور وشي او له مشخص ضرب الاجل سره دې دوباره غونډې ته وړاندې شي.

په همدې ترتیب د عوایدو عالي شورا مالیې وزارت موظف کړ چې د هیواد پر ګمرکونو د پانګونې په موخه واضح پلان ترتیب او د صنعت او سوداګرۍ وزارت، ملي پراختیا شرکت او د افغانستان خونو فدراسیون سره په همغږۍ دې په ګمرکونو کې د وسایطو د پراخ تمځای د ایجاد لپاره واضح پلان ترتیب کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته