امنیت

اته تنه وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل باختر د  مرغومي  يوولسمه
اته تنه وسله وال طالبان په روزګان ولايت کې دهېواد د هوايي ځواکونو په بريدونو کې ووژل شول ..
په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه ناوخته په چوړې ولسوالۍ د دوى په سنګرونو کې بريدونه وشول .
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې  په دغو  هوايي بريدونوکې اته تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
  ده وويل: په دغو بريدونوکې له ټولو جنګي وسايلو سره يې د طالبانو درې مرکزونه هم دړې وړې شوي دي .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې څلور تنه وسله وال طالبان په روزګان ولايت کې د پوځيانو په توپچي بريدونوکې ووژل شول .
په دغو طالبانو نن سهار د روزګان مرکز ترينکوټ ښار ته څېرمه د دوى په پټنځي  بريد وشو .
په ترينکوټ ښارکې يو امنيتي خبرځاى باخترآژانس ته وويل چې د هېواد د توپچي ځواکونو په دې بريدکې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او د دوى پټنځي دړې وړې شول .
  ختم_ عطاالله  _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته