کابل، د سلواغې ۱۷مه، باختر
د هېواد د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو له وضعیت څخه د کتنې او د روغتیايي سکټور پر وړاندې د شته ننګونو د اورېدو په موخه جوزجان ولایت ته سفر کړی دی.
ډاکټر قلندر عباد د جوزجان له ډاکټرانو سره په لیدنه کې وویل چې ټول روغتیايي پرسونل باید د غوره روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره هلې ځلې وکړي او موږ هم د هېواد لرې پرتو سیمو ته د روغتیايي خدمتونو د غځولو زمینه برابروو.
نوموړي زیاته کړه د روغتیايي خدمتونو سېستم د خلکو له اړتیاوو سره برابر نه دی او دا د هېواد د روغتیا ریاست د ټولو منسوولینو دنده ده، چې د معیارونو په نظر کې نیولو، کیفیت او د ټولنې د ټولو طبقو لپاره یو شان خدمتونه د برابرۍ په برخه کې هڅې وکړو.
په دې لیدنه کې د جوزجان د عامې روغتيا رييس قاري ذبيح الله حسيني او د دغه رياست يو شمېر ډاکترانو د معاشونو د کمښت، د معياري ودانيو د نشتوالي او ولایتي روغتون سړک د خرابوالي په برخه کې خپلې ځينې ستونزې او وړانديزونه د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره شريک کړل چې د عامې روغتیا وزارت سرپرست د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.
د يادونې وړ ده، چې د دغه سفر په ترڅ کې د هېواد د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د ولايتي روغتون له بېلابېلو څانګو، د افغان-ترک روغتون (ماشومانو) او د روږدو کسانو د درملنې له روغتون څخه هم ليدنه وکړه.