روغتیا

دکابل دخلکويوې استا زي اوموکلينو يې وينه ورکړه .

کابلباختردجوزا٢٦
په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استا زي فرخنده زهرا نادري او ١٦ تنوموکلينو يې نن دملالي دولادي اونسائي روغتون د وينې بانک ته خپله وينه ورکړه .
ددغه روغتون رئيسې ډاکترې نسرين اوريا خيل باخترا ژانس ته وويل، ميرمن زهرا نادري او هريوه موکل يې خپله پنځه پنځه سوه وينه ددغه روغتون د وينې بانک ته ورکړه .
دې له هغوى څخه دمننې په ترڅ کې څرګنده کړه چې دملالي ولادي اونسائي روغتون ته زياتره دزيږون اود نسا ئي ناروغيو اود نورو ولادي سببونو ددرملنې په خا طر د هيواد له مرکز او ولايتونو څخه ميندې مراجعه کوي او زياتره دجراحي پيښې وينې ته اړتيا پيدا کوي اوموږ هڅه او هاند کوو چې د روغتون د وينې په بانک کې تل وينه چمتو وي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته