خبرونهTOPروغتیا

د عامې روغتیا وزارت سرپرست په هېواد کې د میندو او نوي زېږېدلو ماشومانو د مړینې کچې پر کموالي ټینګار وکړ

کابل، د لېندۍ ۲۳مه، باختر

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد، د څارنې، ارزونې او روغتیايي معلوماتو سیستم عمومي ریاست له مسئولینو سره په ناسته کې، په هېواد کې د میندو او نوي زېږېدلو ماشومانو د مړینې کچې پر کموالي ټینګار کړی دی.

د عامې روغتیا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې ناسته کې ډاکټر عباد، د یاد ریاست مسئولینو ته لارښوونه کړې چې د میندو او نوي زېږېدلو ماشومانو د مړینې د کچې د کموالي او په ولایتونو کې د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په اړه هر اړخیزه او ګټوره طرحه ترتیب کړي چې له مخې یې په دې برخه کې اغېزمن ګامونه واخیستل شي.

هغه، دغه راز د معیاري روغتيايي خدمتونو وړاندې کول او د ميندو او نوي زېږېدلو ماشومانو د مړينې د کچې کموالی، د عامې روغتیا وزارت له لومړيتوبونو څخه بللی او ډاډ یې ورکړی چې په دې برخه کې هڅې روانې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته