امنیت

دښځو او ماشومانو په ګډون لس تنه په کندز کې ټپيان شول .

کابل باختر د چنګاښ شپاړلسمه :
دکندز ولايت دخان اباد ولسوالۍ په مرکز  نن  دغير مسوولو وسله والو کسانو ترمنځ نښته  کې دښځو او ماشومانو په ګډون لس تنه ټپيان شول .
دسپين زر  د ٨٠٨ زون وياند محفوظ  الله اکبري نن دباختراژانس خبريال ته وويل چې دخان اباد ولسوالۍ په مرکز کې دغير مسوولو افرادو په نښته کې داتو تنو ښځو او ماشومانو په ګډون لس تنه ټپيان شول .
ده زياته کړه چې دغه جګړه دخان اباد ولسوالۍ دپل محب الله په ساحه کې ددوو غير مسوولو قوماندانانو ارباب شريف او دنويد په نويدک  مشهور دافرادو ترمنځ ونښته چې سيمې ته د امنيتي ځواکونو په رارسيدو سره دجګړې مخه ونيول شوه . ټپيان روغتون ته وليږدول شول او پوليس ددغو پيښو دعاملينو دنيولو لپاره پلټنې پيل  کړي دي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته