کابل، د مرغومې لومړۍ نېټه، باختر
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد، په مالیزیا کې د نړیوال اسلامي پوهنتون د طب پوهنځي له رئيس جمال الدين عبدالرحمن سره وکتل.
د عامې روغتیا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې په دې کتنه کې د روغتيا په برخه کې د تجربو شریکولو، د روغتيايي کارکوونکو د ظرفيت لوړولو او افغان محصلينو ته د زده کړو په برخه کې د زمينې برابرولو په اړه خبرې شوې دي.
ډاکټر قلندر عباد په خپلو خبرو کې، په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د ماليزيا تعامل ستايلی او په علمي ډکر کې يې له افغانستان سره د ياد هېواد همکاري اړينه بللې ده.
د نړيوال اسلامي پوهنتون د طب پوهنځي رئيس هم په يادو برخو کې له افغانستان په ځانګړې توګه عامې روغتیا وزارت سره د پوره همکارۍ ژمنه کړې ده.
22 1 دقیقه لوستل