امنیت

په ننګرهارکې د پوليسو د سرتيرو په کاروان چاودنه وشوه

کابل باختر د ليندي دولسمه :
په ننګرهار ولايت کې د پوليسو د سرتيرو په کاروان چاودنه وشوه .
دغه چاودنه نن غرمه د چپرهار ولسوالۍ په غور آباد سيمه کې هغه وخت وشوه چې د امنيتي مامورينو کاروان له ساحې څخه دتيريدو په حال کې و .
دننګرهار ولايت يو امنيتي مسوول باخترآژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې دپوليسو يو شمېر سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
ده په دې چاودنه کې د سر د زيان د دقيق شمېر په باب بې خبري وښوده. خو داسې خبرونه ترلاسه شوي دي چې په دې پيښه کې د چپرهار ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ مرستيال شهيد شوى دى.
  ددغې پيښې جزئيات وروسته خپريږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته