سیاستخبرونهاقتصادTOP

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین: اسلامي امارت له ټولو ګاونډیو هېوادو سره د ښو سوداګریزو اړيکو غوښتونکی دی

کابل، د کب ۱۳مه، باختر
د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګريز پيوستون کنفرانس، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي قدرت الله جمال، د ازبکستان د سفير او د دواړو هېوادونو د یو شمېر سوداګرو او پانګه والو په ګډون، په کابل کې ترسره شو.
باختر آژانس ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دغه کنفرانس کې مولوي قدرت الله جمال ويلي دي: :”موږ له ازبکستان سره ښې اقتصادي اړیکې غواړو او د دغه هېواد سوداګر کولای شي له زموږ سره په پنځو زونونو کې د موادو د پروسس په برخه کې پانګونه وکړي”.
جمال زیاته کړې چې د ازبکستان سوداګر هر وخت کولای شي په افغانستان کې پانګونه وکړي او د افغانستان اسلامي امارت له ټولو ګاونډیو هېوادو سره د ښو سوداګریزو اړيکو غوښتونکی دی.
همدا رنګه، په کابل کې د ازبکستان سفير ويلي چې په افغانستان کې پانګونه، کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريزې اړيکې لا غښتلې کړي.
هغه زياته کړې ده: “موږ له افغانستان سره اقتصادي اړیکې پاللې دي، زموږ اقتصادي اړيکې د دواړو هېوادونو ترمنځ باور زياتولی او د دواړو هېوادونو د خلکو اقتصادي حالت ښه کولای شي”.
د غونډې په پای کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد يونس مومند ويلي چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اړيکې خورا لرغونې دي او دواړه اسلامي هېوادونه ګډ فرهنګ لري.
هغه ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې باید وپاللې شي؛ ترڅو سوداګرو ته لا زیاتې آسانتياوې برابرې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته