-کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١
درې تنه وسله وال طالبان په غزني ولايت کې دپوليسو له ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
په دې نښته کې چې پرون ناوخته پاى ته ورسيده د پوليسو يو سرتيرى او يو جګړه مار ټپيان شول .
جګړه پرون مازيګر د اندړو لسوالۍ په سرپا سيمه کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو د پوليسو دسرتيرو په يوې قرارګاه بريد وکړ.
د غزني ولايت داندړو ولسوال محمد قاسم ډيسي وال باختر آژانس ته وويل ، چې
په دې نښته کې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو تن بل يې ټپي شو.
خبرځاى په دې نښته کې د پوليسو ديو سرتيري ټپي کيدل تاييد کړل .
دغې نښتې څه ناڅه دوه ساعته دوام درلود او له ماښام وروسته پاى ته ورسيده.
3 1 دقیقه لوستل