سیاستخبرونهاقتصادTOP

د شاوخوا څلور ميليارده افغانيو په ارزښت، د برېښنا توليد او ساختماني پروژو اړوند څلور قراردادونه لاسليک شول

کابل، د وري ۵مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د رياست‌الوزرا د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر آخوند په حضور کې، د شاوخوا څلور ميليارده افغانيو په ارزښت، د مالیې او اوبو او انرژۍ وزارتونو، د افغانستان برېښنا شرکت او خصوصي سکټور ترمنځ، د برېښنا توليد او ساختماني پروژو اړوند څلور قراردادونه، نن لاسليک شول.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې غونډه کې، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور وویل چې د اسلام مبین دین د لارښوونو پر اساس، د اسلامي امارت مشران او مسئولین په هېواد کې امنیت او اقتصاد ته چې د الله (ج) له لویو نعمتونو څخه دي؛ ډېره پاملرنه کوي او د هېواد د ځان بسیاینې، پرمختګ او آبادولو او همدا رنګه د هېوادوالو د هوساینې لپاره شپه ورځ هڅې کوي.
منصور زیاته کړه چې د اسلامي امارت په بیاواکمنېدو او سراسري امنیت په تأمین سره، په کافي اندازه ملي او بین المللي پانګه وال او سوداګر هڅول شوي چې افغانستان ته راشي او په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
د منصور په وینا، یو ملي سوداګر له اوبو او انرژۍ وزارت سره قرارداد کړی چې د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د دغه وزارت په ملکیت کې، د ۳۶۷ میلیونه افغانیو په ارزښت یو مجهز پنځه پوړیز مارکېټ جوړوي چې دغه مارکېټ به ۱۷ کاله قراردادي شرکت سره وي او ۳۰ سلنه عواید یې چې په تخمیني ډول څه باندې ۱۷ میلیارده افغانۍ خالص عواید کېږي؛ اسلامي امارت خزانې ته راټولېږي.
دغه راز د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث نورالحق انور، د موضوع اړوند خبرې وکړې او د دغه شان قراردادونو لاسلیک کول یې، په اقتصادي برخه کې د اسلامي امارت پرمختګ، لاسته راوړنه او هېوادولو ته یو هیله بخښونکی خبر وباله.
د چارو ادارې لوی رئیس، په افغانستان کې د کورنیو او بهرنیو پانګه والو د پانګونې مننه وکړه او ویې ویل چې په اقتصادي برخه کې یو ګام پرمختګ، د دوستانو د خوښۍ او د دښمنانو د خپګان سبب کېږي.
د غونډې په بهیر کې، د قراردادي شرکتونو استازو هم په خپلو خبرو کې، د پانګونې او خدمت لپاره د امنیت او آسانتیاوو برابرولو په خاطر، له افغانستان اسلامي امارت څخه د مننې ترڅنګ؛ ژمنه وکړه چې د هېواد د آبادۍ او هېوادوالو ته د کاري زمینو برابرولو په لاره کې به د اسلامي امارت ترڅنګ په پوره صداقت او ژمنتیا سره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
هغوی پر نورو پانګه والو او سوداګرو غږ وکړ چې اوسمهال سراسري امنیت تامین دی او تر هر وخت ښه د پانګونې زمینه برابره شوې ده؛ را دې شي او په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د افغانستان برېښنا شرکت له ۷۷ ترکي ساختماني او زولرستان شرکتونو، همدارنګه زازو افغانستان او کابل ملي شرکتونو سره د ۴۲.۵ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت، د برېښنا برخه کې د دوه پراختیایي پروژو قراردادونه لاسلیک کړل چې د کابل سروبي ولسوالۍ نغلو ساحې کې د ۲۲.۷۵ مېګاواټه لمریزې برېښنا تولید د دستګاه جوړولو او د هرات پُل هاشمي سب سټېشن، سیارو سب سټېشنونو او د هرات نورالجهاد سب سټېشن څخه تر پُل هاشمي پورې د مزي لېږد پروژې پکې شاملې دي.
همدا رنګه، د اوبو او انرژۍ او مالیې وزارتونو، له کمال ظفر شرکتونو ګروپ او نوي عمري ساختماني شرکت سره، د ۶۹۰.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت، د دوو ودانیزو پروژو تړونونه لاسلیک کړل، چې په کابل ښار کې د ملت سوداګریز مارکېټ او په هلمند کې د لقمان حکیم سوداګریز او استوګنیز مارکېټ د جوړولو مشارکتي پروژې پکې شاملې دي.
د یادونې وړ ده چې د یادو قراردادونو په لاسليک کېدو او تطبیق سره، تر ډېره بریده د برېښنا د کمښت ستونزه حل کېږي؛ زرګونو هېوادوالو ته برېښنا او د کار زمينه برابرېږي او په کلني ډول ميليونونه افغانۍ خالصه ګټه د اسلامي امارت خزانې ته راټولېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته