سیاست

جمهوررئيس کرزي د هېواد د پوهنتونونو د استادانو د سراسري اتحاديې له غړو سره وکتل.

کابل باختر دورى  نولسمه
د هېواد د پوهنتونونو د استادانو د سراسري اتحاديې غړو د افغانستان له جمهوررئيس حامد کرزي سره په کتنه کې د کانکور د آزموينې په سيستم کې د اصلاحاتو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په دې کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، په داسې حال کې چې د لوړو زده کړو وزير او د دغه وزارت د مشرتابه پلاوی هم حاضرو، د هېواد د پوهنتونونو د استادانو د سراسري اتحاديې غړو په هېواد کې د کانکور  په اوسنی سيستم کې د اصلاحاتو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.
دوی همدا راز د لوړو زده کړو وزارت له تشکيل څخه د باندې د کانکور د آزموينې د اخيستلو لپاره  د يوې خپلواکې کميټې د جوړيدو غوښتنه وکړه.
جمهوررئيس کرزي د هېواد د پوهنتونونو د استادانو د سراسري اتحاديې د غړو د نظرونو او وړانديزونو له اوريدو وروسته د لوړو زده کړو وزير ته لار ښوونه وکړه چې د کانکور د آزموينې په سيستم کې د اصلاحاتو د رامنځته کېدو او د کانکور د آزموينې د اخيستلو لپاره دې د يوې خپلواکې کميټې د جوړيدو لپاره يوه هر اړخيزه طرحه د کابينې غونډې ته وړاندې کړي ترڅو له مخې يې لازم تصميم ونيول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته