کابل باختر دوري نولسمه :
د آريانا کلپ د هرات د سوک وهنې د سياليو اتل شو.
د سوک وهنې فدراسيون د تنکيو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو په کټګوريو د پنځه اويا تنو سوک وهوونکو په ګډون د سوک وهنې سيالۍ ترسره کړې.
د دغه فدراسيون رييس حيات الله نايبي د دغوسياليو دترسره کولوهدف د هرات ولايت د فعالو کلپونو ترمنځ سالمې سيالۍ وبللې او زياته يې کړه چې دغه سيالۍ د آريانا د سوک وهنې په کلپ کې ترسره شوې او د تنکيو ځوانانو په برخه کې د آريانا کلپ لومړى، د (طه) کلپ دويم او د ذوالفقار کلپ دريم مقام او په د ځوانانو په برخه کې د ذوالفقار کلپ لومړى مقام، د قهرمانانو کلپ دويم او د (طه) کلپ دريم مقام او د مشرانو په برخه کې د ذوالفقار کلپ لومړى مقام ، د آرين کلپ دويم او د قهرمانانو کلپ دريم مقام وګاټه .
د يادونې وړ ده چې د دغوسياليو د اخلاقو کپ د ګذرې کلپ ترلاسه کړ .
د دغو سياليوکپونه او مډالونه د ورزشي آمر حميد الله کبيري او د سوک وهنې فدراسيون د مسوول له خوا په ورزشکارانو وويشل شول .
3 1 دقیقه لوستل