کابل، د چنګاښ ۷ مه، باختر
د سمنګانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د حیواني ناروغیو د مخنیوي په موخه نن د دغه ولایت په مالدارانو د څارویو ډول ډول واکسینونه ووېشل شول.
د سمنګانو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د څارویو د روغتیا آمر ډاکټر کرام الدین محمودي د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې په مالدارانو دغه واکسین د وېشلو بهیر د دغه ولایت په مرکز او اووګونو ولسوالیو کې پیل شو.
محمودي زیاته کړه چې دغه واکسینونه د څارویو وچکۍ، بروسلوز او د لیوني سپي دي.
د خرم سارباغ ولسوالۍ یو اوسېدونکي محمد داوود وویل، چې د څارویو د ناروغیو د مخنیوي لپاره د دغو واکسینونو تطبیقول ډېر ګټور دي.
ع