سیاست

د وزيرانو شورا نوبتي غونډه جوړه شوه

کابل باختر د کب شلمه :
د وزيرانو شورا نوبتي غونډه پرون دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي په مشرۍ د ارګ دګلخانې په ماڼۍ کې جوړه شوه.
د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا د ادارې د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ:
لومړى د وزيرانو شورا د هيواد د نوميالى مجاهددافغانستان  داسلامي جمهوريت  دجمهوري رياست د لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم پاک روح ته چې  د روان کال دکب دمياشتې په ١٨نيټه د يکشنبې په ورځ وفات شو؛ دعا وکړه اوپه اوسنيو برخليک ټاکوونکو شرايطوکې يې د ده مړينه يوه ستره ضايعه وبلله او هيله يې وکړه چې د دغې تشې په ډکولو سره د ده د آرمان په ترسره کولوکې چې آباد او آرام افغانستان دى؛ هراړخيزې هلې ځلې وکړې.
په همدې ترتيب د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس دجمهوري رياست د لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم مړينه د افغانستان دولت، ملت او د هيواد ميړنيو مجاهدينو ته يوه نه جبيره کيدونکې ضايعه وبلله او دافغانستان داسلامي جمهوريت په نظام  کې د اوراښاد ته شتون يې ناوړه او نه جبيره کيدونکې پديده وبلله .
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس دارواښادکورنۍ غړو، دافغانستان داسلامي جمهوريت د دولت غړو او د هيواد ټول مسلمان ملت ته د ډاډګيرنې او خواخوږي د مراتبو دڅرګندولوپه ترڅ کې، دى يو مستقل او مدبر انسان وباله، د مارشال محمد قسيم فهيم دکارنامو درناوى وکړ.
جمهور رييس دى خپل يو نږدې دوست وباله. صادق، زړه سواند مسلمان، ژمن خدمتګار شخصيت او په ژوره توګه وطندوست وباله او زياته کړه چې مارشال محمدقسيم فهيم د يو ملي شخصيت په توګه تل په هيوادکې د امنيت په تامينولو او د سولې د بهير په پياوړتيا باندې يې ټينګار وکړ .
د هيواد دخير او فلاح لپاره يې هر اړخيزې طرحې وړاندې کول او هيڅکله داسې نه دى شوى چې په حساسو تصميم نيولو او په هغو فشارونوکې چې د ملي تصميمونو په خاطر په حکومت باندې وارديدل؛ ما يواځې پريږدي. مارشال فهيم د يو صادق مرستيال او مرستندوى په توګه تل په متانت او هوډ سره زما تر څنګ ولاړ و.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس د مارشال محمدقسيم فهيم د ښيګڼو د بيانولو په لړکې د هيواد د آزادۍ اوخپلواکۍ په لاره کې د ده د سرښندنو او ځان تيريدنو له امله قدرداني وکړه او له هغه کميسيون څخه چې د ارواښاد د تکفين تدفين او د فاتحې اخستلو د مراسمو د پرځاى کولو په مقصد دکورنيو چارو د وزير محمدعمر داودزي په مشرۍ د ده دمړينې په ورځ موظف کړى شوى و؛ وغوښتل چې د ارواښاد د جنازې د وړلو او تدفين په لاره کې د خاصو دولتي مراسمو د پرځاى کولو او د هيواد په مرکز او ولايتونوکې د متوفى د فاتحې اخستلو په مقصد د لازم تيارى د نيولو په لاره کې د خپلو اجرااتو رپوټ کابينې ته وړاندې کړي.
  ورپسې د جمهوري رياست دويم مرستيال استادمحمدکريم خليلي د خپل ژورخپګان د مراتبو په څرګندولو سره وويل: د دغه ستر جهادي او ملي شخصيت ناڅاپي  مړينې سخت خواشينى کړم.
ارواښاد مارشال دهيواد د ملي اتل، يار او سنګروال و. مړينه يې دافغانستان حکومت اوخلکو ته يوه ستره اونه جبيره کيدونکې ضايعه بولم.
ورپسې پوهاند نعمت الله شهراني د مارشال محمد قسيم فهيم د مړينې په اړوند د خپل ژورخپګان مراتب څرګندکړل. ارواښاد يې يوه عالي اخلاق او د يانت لرونکى شخصيت وباله او د ده اخلاقي سجاياوې او وفادارۍ يې په تفصيل سره يادې کړې او زياته يې کړه چې ارواښاد په هيوادکې د جهاد له مشرانو اومخکښانو څخه و. د ده د ځاى ډکول به حکومت ته سخت کار وي.
وروسته د پوهنې وزير د حکومت غړو او دهيواد ټول مسلمان ملت ته د ډاډ ګيرنې او خواخوږۍ د مراتبو دڅرګندونو په ترڅ کې د هيواد دخپلواکي ساتنه، وطندوسي  او دملي وحدت په تامينولو ژمنتوب دمارشال محمدقسيم فهيم شخصيتي ځانګړتياوې وبللې او ارواښاد يې د هيواد د ټولو مليتونو ترمنځ يو ارتباطي پل او د ده نه شتون يې د افغانستان دولت او ملت ته په رښتيني توګه يوه نه جبيره کوونکې ضايعه وبلله.
وروسته د ملي دفاع وزير د دغه ستر مجاهدمړينه  په ټينګار سره دافغانستان دولت اومسلمان ملت ته يوه نه جبيره کيدونکې ضايعه وبلله او د هيواد د خلکو د بې سارو ولولو د ستاينې په ترڅ کې وويل: د مارشال محمدقسيم فهيم په مړينې سره افغانستان خپل يوبل وطندوست بچې هم لاسه ورکړ.
ارواښاد مارشال چې زه يې د سنګر ملګرى يم؛ يو تقوا لرونکى، مسلمان او با ديانته شخص و.
  ورپسې د جمهوري رياست د لومړي معاونيت د دفتر د رياست سرپرست محمد يوسف اعتبار له هرڅه مخکې د خپلې ډاډګيرنې مراتب کابينې او ټول مسلمان ملت ته څرګند کړل او ويې ويل: په هغې موده کې چې زه يې تر څنګ وم؛ ارواښاد صبور، متدين او مسلمان شخص و او ټول افکار يې دهيواد دملي پيوستون په لاره کې متمرکز و.
دغونډې دکار په دوام دکورينو چارو وزير او د جمهوري رياست د لومړي مرستيال ارواښاد مارشال محمدقسيم فهيم د تکفين، تدفين او فاتحې اخستلو د مراسمو د پرځاى کولو د کميسيون رييس محمدعمر داودزي د کميسيون طرحه شوي پروګرامونه په دې ډول د وزيرانو شورا ته وړاندې کړل:
• د جمهوري رياست له حکم سره سم د روان کال دکب دمياشتې له نولسمې  نيټې د دوشنبې له ورځې څخه په هيوادکې د دريو ورځو لپاره د ملي ماتم اعلام. ددغو ورځو په بهيرکې د هيوادپه د ننه او هم په بهرکې د افغانستان په سياسي  نمايندګيوکې د افغانستان داسلامي جمهوريت بيرغ نيم ځوړند شي.
• په لاښه توګه د تکفين، تدفين او فاتحه اخستلو د مراسمو د پرځاى کولو په مناسبت څلور ګونې کميټې (امنيتي، تدارکاتي، تشريفاتي او فرهنګي) جوړې شوې دي او د بېلابېلو غونډو په جوړولو سره په کاري برخوکې لازم تدبيرونه نيسي او په عملي توګه يې اجرا کوي.
• د هيواد په مرکز او ولايتونوکې د فاتحې اخستلو د مراسمو له پيل څخه تر پاى پورې د امنيتي تدبيرونو نيول.
• د ارواښاد په کور، د تدفين په ځاى او د فاتحې اخستلو په ځاى کې د نارينه او ښځينه ميلمنو د هرکلي لپاره د هراړخيزو تدبيرونو نيول.
• د ارواښاد د آرامګاه لپاره د کابل ښار د ده کيپک غونډى انتخاب او اختصاص.
• د خاصو مراسمو او د دولتي تشريفاتو په پام کې نيولو سره د روان کال دکب د مياشتې په شلمه نيټه د سه شنبې په ورځ د ارواښاد د تکفين او تدفين د رسمي  مراسمو پرځاى کول.
• په خاصو دولتي مراسمو سره د جمهوري رياست په ارګ کې د جنازې  د لمانځه د اداکولو، د جګپوړو دولتي کارکوونکو، د ارواښاد د کورنۍ او دوستانو او د بهرنيو  ميلمنو د وروستۍ کتنې او د احترام د مراسمو د اداکولو په مقصد د ملي دفاع له وزارت څخه د جمهوري رياست ارګ ته د ارواښاد دجنازې ليږدول.
• د تدفين لپاره دکابل ښار دده کيپک غونډى ته په خاصودولتي مراسمو سره د ارواښاد د جنازي ليږول.
• د راواښاد د جنازې تکفين  بدرکه کولو او تدفين د مراسمو دپرځاى کولو په خاطر دعمومي رخصتۍ  د ورځې په توګه د روان کال کب د مياشتې د شلمې نيټې د سه شنبې د ورځې اعلام.
• د عيدګاه په جامع جومات کې د ارواښاد د فاتحې اخستلو د دولتي مراسمو د پرځاى کولو په خاطر د روان کال دکب د مياشتې په يو ويشتمه نيټه له غرمې وروسته له يوې نيمې بجې څخه تر درې نيمو بجو پورې د چهارشنبې  د ورځې ټاکنه.
• د حج او اوقافو وزارت، د سيمه ئيزو ارګانونو د خپلواکه ادارې او د ولايتونو د واليانو په همکارۍ د ارواښاد دکورنۍ او دوستانو له خوا په پنجشير ولايت او د هيواد په نورو ولايتونوکې د روان کال دکب د مياشتې په دوه ويشتمه نيټه د پنجشنبې په ورځ د فاتحې اخستلو د نورو مراسمو پرځاى کول.
• د مارشال محمدقسيم فهيم د دفاعي پوهنتون په نامه دکابل ښار په قرغه  کې دملي دفاع وزارت د دفاعي پوهنتون نومول.
د وزيرانو شورا د موظف کميسيون وړانديزونه تاييدکړل او اړوندو ارګانونو ته يې دنده وسپارله چې په خپلوکاري برخوکې دې لازم تدبيرونه ونيسي او عملي يې کړي.
د وزيرانو شورا غونډه د ارواښاد مارشال محمدقسيم فهيم پاک روح ته د دعا په کولو سره پاى ته ورسيده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته