کابل / د کب ۲۵ مه / باختر
د سرپل ښاروال قاري عبدالوکیل معاذ د یاد ولایت د حلقوي سړک د دویمې برخې چارو د پيل خبر ورکړ.
د سرپل ښاروال عبدالوکیل معاذ وویل چې دغه سړک د څه نا څه ۳ کیلومترو په اوږد والي او د ۴۰ مترو په سور په دوو برخو کې جوړېږي چې د لومړۍ برخې کار یې مخکې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی او د دویمې برخې کار يې د ۳ کیلومترو په اوږدوالي او ۲۴ مترو په سور د سرپل ښاروالۍ له پرمختیايي بودجې څخه پیل شو.
د خبرځای د څرګندونوله مخې، د دغه سړک د دویمې برخې د کار په بشپړېدو سره به د دغه ولایت د اوسېدونکو ستونزې اوارې شي.
ع