اسلام آباد- دان باخترد وري دمياشتې ١٧ :
دخيبرپښتونخوا ايالت په تيرا دره کې دمليشو او پوځي ځواکونو ترمنځ د نښتې له امله څوارلس تنه مليشې او څلور تنه پوځيان وژل شوي دي.
باخترآژانس دپاکستان دخبري منابعو له خولې خبر راکړ: په دغو نښتوکې يوشمېر جګړه ماران اوپنځه تنه پوځيان ټپيان شوي دي او درې پوځي مرکزونو ته زيات زيان اوښتى دى.
دهمدې خبرله مخې: ددغو نښتو په دوام دسولې دکميټې د دوو تنو غړو داستوګنې ځايونه سوځول شوي دي او د مليشو له خوا توغول شوي توغندي د خلکوپه يو شمېرکورونو لګيدلي دي.
په تيرا دره کې د پاکستاني ځواکونو او مليشو ترمنځ مبارزه چې يوه مهم او ستراتيژيکي تګلاره ده؛ په وروستيو څو مياشتوکې دوام لري، خو د مليشو له خوا د ځينو سيمو په نيولوسره د غو نښتو زور اخيستى دى.
امنيتي مامورين اوس په پاکستان کې د سراسري انتخاباتو ترسره کولو ته په پاتې وخت کې چې د روان کال د ثور د مياشتي په ٢١ نيټه ترسره کيږي؛ انديښنه لري چې د پيښور ښار شاوخوا سيمې د مليشو ترکنترول لاندې ونيول شي.
د تيرا درې څه ناڅه زره تنه اوسيدونکي دپاکستان د اردو اومليشو ترمنځ د نښتو د پيل له وخت څخه په تيرو اوونيوکې له خپلو کورونوڅخه مهاجر شوي دي.
له بله پلوه په دغو سيموکې دپاکستاان دطالبانو دتحريک په ډلې پورې د تړلو مليشو، له دې جملې څخه د لښکراسلام او انصار الاسلام دغيرقانوني ډلو ترمنځ نښتو، خلکو ته زياتې امنيتي ستونزې رامنځته کړې دي.
له بله پلوه عيني شاهدانو ويلي دي: د پيښور د حيات آباد د استوګنې په سيمو له نامعلوم لوري څخه دڅلورو آر – پي-جي _ ٧ توغندي د لګيدو له امله يوتن ووژل شو او دڅلورو ماشومانو په ګډون پنځه تنه ټپيان شول.تراوسه پورې ددغو بريدونو مسووليت چاپه غاړه نه دى اخيستى، خو د سيمه ييزې ادارې مامورين په دغه شان بريدونو کې مليشې مسوول بولي.