کابل، د غبرګولي ۱۱مه، باختر
د فوټسال غوره لیک سیالۍ چې په سرپل کې د اتو ټیمونو تر منځ ترسره شوې وې پرون د شهباز کلپ د فوټسال ټیم په اتلوالۍ پای ته ورسېدې.
د سرپل د فوټبال فدراسیون رییس عبدالحق فیضي باختر آژانس ته وویل چې د سرپل د فوټسال غوره لیګ سیالیو لومړی پړاو د دغه ولایت د فوټبال فدراسیون د فوټسال کمېټې تر نظرلاندې د اتو ټيمونو په ګډون لس ورځې مخکې پیل شوې وې، چې د شهبازکلپ د فوټسال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
عبدالحق فیضي، د دغو سیالیو د ترسره کولو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅونه او په دغه ولایت کې د فوټسال معیاري کول وبلل.
هغه زیاته کړه چې د هېواد د فوټبال ملي ټیم په ترکيب کې د سرپل ځوانان شتون لري او هڅه کېږي چې د فوټسال غوره ځوانان وپېژندل شي او د شمال زون د فوټسال ټیم ته معرفي کړو، چې له دې لارې د هېواد ملي ټیم ته لاره ومومي.
د یادولو وړ ده چې ګټونکي ټيم ته ستاینلیکونه او جایزې هم ورکړل شوې.
ع