سیاست

جمهور ريیس غني او خادم الحرمین الشریفین په دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو ټینګار وکړ

کابل باختر د وږي٤مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمد اشرف غني پرون غرمه د الحرمین الشریفین خادم  ملک سلمان بن عبدالعزیز له لوري د جمهور ريیس غني او ورسره لوړ پوړي پلاوي په ویاړ برابره شوې مېلمستیا کې چې د سعودي عربستان لوړپوړو مقاماتو هم په کې حضور درلود ګډون وکړ.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ:

په دې مېلمستيا کې خادم الحرمین الشریفین جمهور ريیس غني او ورسره لوړپوړي پلاوي ته تود هرکلی  ووایه او زیاته یې کړه، په سعودي عربستان کې ستاسو په حضور خوښ یم او ستاسو سفر به د دواړو هېوادونو د اړیکو پر لا ښه والي ښه اغېز ولري.
نوموړي همدارنګه جمهور ريیس غني او د افغانستان خلکو ته د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کاليزې مبارکي وویله او دا یې د افغانستان لپاره لوی ویاړ وباله چې د خپلواکۍ سلم جشن نمانځي. هغه په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامین د جنګ د پای ته رسېدو هیله وکړه.
خادم الحرمین الشریفین وویل، سعودي عربستان ټول تروریستي بریدونه چې افغانان په کې خپل ژوند له لاسه ورکوي، په کلکه غندي او سعودي عربستان د ترهګرۍ د ریښو له منځه وړلو او د تروریزم ضد مبارزه کې د افغانستان ترڅنګ دی.
هغه وويل: زه د افغانستان وضعیت له نږدې څارم او د افغانستان دولت په رهبري د سولې پروسې ملاتړ کوو.
هغه زیاته کړه، هېواد یې د افغانانو د ژوند د ښه والي په موخه له افغانستان سره د زیاتو همکاریو هیله لري. همدارنګه یې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې چې افغانان به په کې په خپل ګډون سره خپل راتلونکی وټاکي مهمې وبللې او د ده په وینا دا ټاکنې به تلپاتې سولې ته زمینه برابره کړي.
نوموړي وویل، سعودي عربستان د سیمې د ثبات، امنیت او ودې لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه والي او همکاریو د زیاتوالي هیله وکړه او ويې ویل،  دا دواړه مسلمان هېوادونه باید په ګډه کار وکړي او سعودي عربستان په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
جمهور ريیس غني د خادم الحرمین الشریفین له تود هرکلي، مېلمه پالنې او له دې امله چې افغانستان ستاسو په زړه کې ځای لري، مننه وکړه او ويې ویل، سعودي عربستان د خپل ځانګړي اسلامي مقام او منزلت له امله د نړۍ ټولو مسلمانو په ځانګړي ډول افغانانو ته خاص ارزښت لري.
جمهور ريیس د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو په لا پراختیا، د سوداګریزو اړیکو په زیاتوالي، په افغانستان کې د پانګونې او په سعودي عربستان کې افغانانو ته د کاري زمینو پر زیاتوالي ټینګار وکړ او دا یې د افغانستان د امنیت او ثبات  لپاره ګټور وباله.
جمهور ريیس ترهګري او افراطیت د افغانستان او سعودي عربستان په ګډون د سیمې او نړۍ  د امنیت او ثبات لپاره  لوی خطر وباله او د ترهګرۍ د ځپلو لپاره یې د ټولو هېوادونو په ګډ کار او مبارزې ټينګار وکړ. 
خادم الحرمین الشریفین وویل، سعودي عربستان د افغانستان د ټاکنو د ملي پروسې له ترسره کېدو ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړه، ټولو بنسټونو ته دنده ورکوم چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو او پانګونې په موخه له افغان حکومت سره ګډ کار او عملي اقدامات وکړي.
پاىذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته