خبرونهاقتصادټولنهTOP

د سالنګ لویه لاره  د توپان او واورې اورښت له امله وتړل شوه

کابل، د کب ۷ مه، باختر

د سخت توپان او واورې اورښت له امله د سالنګ لویه لاره تړل شوې او مسؤلین خبرداری ورکوي، چې تر بیا خبرتیا پورې دې وسایط په دغه لاره تګ راتګ نه کوي.

د بغلان د امنیې قومندانۍ ویاند مولوي شیراحمد برهاني وویل:( د سالنګ لویه لاره تېره شپه ۱۱ بجې د سخت توپان د واورې د اورښت له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې او موټر چلونکي دې تر بلې خبرتیا پورې په دغه لاره سفر کولو ته زړه نه ښه کوي).

برهاني وویل، چې د سالنګ د ساتنې او پالنې مسؤلین د توپان او د اورښت کچې په کمېدو سره د واورو د پاکېدو لړۍ پیلوي او له هغه وروسته چې لاره د تګ راتګ لپاره چمتو شي مسافر دې پرې تګ راتګ ته زړه ښه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته