کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٣
دروسيې دفدراتيف جمهوريت دپارلمان يا دوما رئيس نن ددغه هيواد د يو جګپوړي هيت په مشرۍ کابل ته راورسيد.
دملي شورا يو خبرځاى دباختر آژانس خبريال ته وويل : سرګي تروشکين به په کابل کې داستوګنې په بهير کې دملي شورا د دواړو مجلسونو له رييسانو او له نورو جګپوړو افغان مقاماتو سره وګوري .
کابل ته په دې سفر کې دروسيي د دوما مجلس له رييس سره ددغه هيواد له نشه يي توکو سره دمبارزې د ادارې مرستيال او دافغانستان لپاره د دغه هيواد دجمهور رييس ځانګړى استازى ضمير کابلوف ملګرتيا کوې .
0 د یوې دقیقې څخه لږ