خبرونهاقتصادټولنهTOP

د سالنګونو لویې لارې په ګډون د هېواد یو شمېر لویې لارې او سړکونه د ترافیکو پرمخ تړلي دي

کابل، د کب ۷مه، باختر

ټولګټو وزارت، د سالنګونو لویې لارې په ګډون، د ترافیکو پرمخ د هېواد د یو شمېر لویو لارو او سړکونو د تړل کېدو خبر ورکړی دی.

باختر آژانس ته د یاد وزارت د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې؛ د سالنګونو لویه لاره له تېرې شپې راهيسې د واورې تېز اورښت او توپان له امله، د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده، خو هڅې روانې دي چې دغه لاره بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي.

په بامیانو کې، د شش پُل پوستې – حاجیګک کوتل، د یکاولنګ ولسوالۍ – پنجاب ولسوالۍ تر شاطو کوتل، پنجاب –آبقول کرمان، ورس – پُل بند شوی او د ورس – قوناق کوتل مسیرونه هم د ترافیکو پر مخ تړلي دي.

په غور کې هم د واورې ورښت جریان لري او د بند بکک، کرمان، شاتیغ او بند بایان لارې د درنې واورې له امله د ترافیکو پر مخ تړلې دي.

همدا رنګه، په ډایکنډي کې د واورې تېز اورښت دوام لري او د دغه ولایت اړوند د مرکز نیلي – خدیر، نیلي – ګیتي ولسوالۍ او د نیلي – قوناق کوتل مسیرونه د ترافیکو پر مخ تړل شوي دي.

ویل شوي چې د ټولګټو وزارت ولایتي کارکوونکي د هېواد په بېلابېلو برخو او زیان منونکو سیمو کې د واورې پر پاکولو بوخت دي چې هېوادوالو ته بشپړې ټرانسپورټي آسانتیاوې برابرې کړي.

ټولګتو وزارت له هېوادوالو د حوصله مندۍ هیله کړې او له موټر چلوونکو څخه یې غوښتي چې له زیان مننونکو سېمو څخه د تېرېدو پر مهال دې ژمني توکي او د وسایطو لپاره د ځنځیر (چَین) له ځان سره ولري چې د بوږنونکو پېښو مخه ونیول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته