ټولنه

درې تنه افغاني حاجيان په مکه مکرمه کې وفات شول.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ١
درې تنه افغاني حاجيان دترافيکي  پيښو او دطبيعي مرګ له امله  په مکه مکرمه
کې وفات شول .
دباختر آژانس استول شوي خبريال فضل واحد کريم  په مکه مکرمه کې دافغاني حاجيانو دبعثه دبېدرکه شويو پيښو او وفياتو دکميټې دمسوول قاري عبدالعظيم له خولې خبرراکړ چې دفارياب  ولايت اوسيدونکې عبدالصمد په طبيعي  ډول او دفارياب ولايت  اوسيدونکى  فرزلي او د تخار ولايت اوسيدونکى محمداسماعيل د ترافيکې  پيښو له امله وفات شوي دي .
دباختر آژانس خبريال زياتوي چې يوولس تنه افغاني حاجيان پخوا دعمر دزياتوالي ، ناروغۍ او دترافيکي پيښو له امله په مدينه منوره او مکه مکرمه کې په  حق رسيدلي وو،  چې په دې ډول د هغو افغاني حاجيانو شمير چې په سعودي عربستان کې دبيت الله شريف دحج دمناسکو دپرځاى  کولو په وخت کې په  حق رسيدلي دي څوارلسو تنو ته ورسيد.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته