سیاستخبرونهTOP

د رییس الوزرا مرستیال په هېواد او بهر کې له یو شمېر مېشتو افغان متخصصینو سره وکتل

کابل / د کب ۱۱ مه / باختر

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې په هېواد او بهر کې له یو شمېر مېشتو افغان متخصصینو او وړ کسانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې انجینر سیداقا او مېرمن صوفیه عمر د نورو په استازیتوب خبرې وکړې. هغوی د اسلامي نظام او په هېواد کې د سراسري امنیت په تامین خوښي څرګنده کړه او خپلو خلکو او هېواد ته یې د خدمت لپاره چمتووالی وښود.

هغوی په دولتي ادارو کې اهل او وړ کسانو ته د زیاتو کاري زمینو برابرولو او همدا رنګه د اسلامي ارزښتونو د ترویج لپاره د ځانګړو برنامو ترلاس لاندې نیولو غوښتنه وکړه.

په همدې حال کې مولوي عبدالسلام حنفي د هغوی د خبرو په تائيد وویل، د اسلامي نظام له واکمنېدو سره اوسنی دولت د امنیت او د ټولو هیوادوالو د سر، مال او عزت تامین خپل مسوولیت بولي او کوښښ کوي د نارینه او ښځو په ګډون ټول هیوادوال له خپلو ټولو شرعي حقونو څخه برخمن وي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال له بهرمېشتو افغانانو څخه وغوښتل چې د هېواد د بیارغاونې بېلابېلو برخو کې څرګند رول ولري. هغه څرګنده کړه چې اسلامي امارت د هغوی هرکلی کوي او د خدمت ښې زمینې ورته برابروي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته