سیاستخبرونهTOP

د رییس الوزرا مرستیال د شمال او شمال ختیځو ولایتونو له جهادي قومندانانو او مخورو سره وکتل

کابل، د چنګاښ ۲۲ مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د هېواد د شمال او شمال ختیځو ولایتونو له یو شمېر عالمانو، جهادي قومندانانو او متنفذینو سره په سپيدار ماڼۍ کې وکتل.
په دې کتنه کې عبدالواحد حقجو، مولوي محمد معروف راسخ او حاجي محمد رحیم نهرین وال د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د افغانستان له اسلامي امارت څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ.
هغوی د مخالفینو پر وړاندې د اسلامي امارت معقول نرمښت او چلند وستایه.
په همدې حال کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکیر هغوی ته په خطاب کې وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت د ټولو افغانانو ګ‌‌‌‌‌‌ډ کور دی او اسلامي امارت هر ‌‌‌‌‌‌ډول تبعیض او قوم پرستي مردوده ګڼي.
هغه زیاته کړه، د روسانو، امریکا او ناټو په مقابل کې دواړه جهادونه فرض او د تقدیر وړ دي، خو متاسفانه افغانان د روسانو او د هغوی د لاسپوڅي حکومت له ماتې وروسته د اسلامي نظام په ایجاد بریالي نه شول.
خو اسلامي امارت د غربي اشغال له ماتې وروسته بریالي شوی چې واقعي اسلامي نظام حاکم کړي.
د یادونې وړ ده چې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د لوګر ولایت له مرستیال مولوي صلاح الدین سره هم کتلي او هغه ته یې لازمې لارښوونې او مشورې ورکړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته