خبرونهامنیتاقتصادټولنهTOP

له نکې ولسوالۍ څخه تر زیړوک پورې د ۹ کیلومتره سړک د جغل اندازي چارې پیل شوې

کابل، د لېندۍ ۱۵ مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو د سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په مالي ملاتړ د پکتیکا ولایت لرې پرتې ولسوالۍ نکې څخه تر زیړوک ولسوالۍ پورې د ۹ کیلومتره سړک د جغل اندازۍ چارې پیل شوې.

د پکتیکا والي مولوي فیض الله جمال حقاني د دغې سیمې د خلکو ستونزو ته په کتو د دغه سړک جغل اندازي کول اړین بللي.

نوموړي زیاته کړې، چې له زیړوک ولسوالۍ  څخه د خوست تر سپېرې ولسوالۍ پورې د سړ د جغل اندازۍ چارې هم څو میاشتې وړاندې پیل شوې دي، چې په نږدې راتلونکي کې به بشپړ شي.

د یادونې وړ ده، چې د دغه سړک د جغل اندازۍ مالي لګښت هم د کورنیو چارو وزارت سرپرست ورکوي.

د سیمې اوسېدونکي هم له اسلامي امارت څخه په خپلو سیمو کې د رغنیزو، پوهنیزو او روغتیایي پروژو د پلې کېدو له امله خوښ دي.

مسولین وایي، د ډیلې ولسوالۍ ترڅنګ په نورو لرو پرتو سیمو کې هم د ورته پروژو د پلې کولو پلان لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته