سیاستخبرونهTOP

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال: د افغانستان د تجزیې په اړه جوړ شوي پلانونه او شومې هڅې ناکامې شوې دي

کابل، د وري ۲۸مه، باختر 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون د اروپا مېشتو افغانانو له یو شمېر استازو او  ټولنو له مشرانو سره وکتل. 

په دې ناسته کې له جرمني، انګلستان، بلجیم، سویډن، اتریش، ترکیې، ناروې او متحده عربي اماراتو څخه راغلو افغان استازو او د ټولنو مشرانو په یادو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو وړاندیزونه او نظریات د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره شریک کړل.

 ډاکټر خوشال روهي په دغه کتنه کې د نورو په استازیتوب وویل چې بهر مېشتي افغانان غوره علمي او اقتصادي وړتیاوې لري، چې اسلامي امارت د هېواد په آبادۍ کې ور څخه ګټه اخیستلی شي.

هغه همدارنګه د افغانستان اقتصادي او مالي سیاست هڅې وستایلې او ویې ویل چې افغانستان د قدرت له جزیرو، فساد، نا امنۍ او باجګیرۍ څخه ژغورل شوی دی.

نوموړي غوښتنه وکړه، چې اسلامي امارت دې خپله کابینه له سرپرستۍ څخه وباسي او یو دایمي دولت دې رامنځته کړي او همدارنګه یې د ښځو پر وړاندې د تعلیم او کار د دروازو د پرانستلو هیله هم وکړه. 

په ورته وخت کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم په دغه کتنه کې وویل چې په افغانستان کې اسلامي امارت ته له فتحې وروسته فلج افغانستان په میراث پاتې شو او اسلامي امارت د هېواد ابادي، د نظام پياوړتیا او فعالول له صفر څخه پیل کړل.

نوموړي زیاته کړه، چې ملت بیا هېڅکله هم واک ته د پخوانیو مفسدو چارواکو د رسېدو هیله نه لري او نه غواړي چې افغانستان بیا د قدرت په جزیرو او د غصب، فساد او نشه يي توکو په مرکز بدل شي. 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال همدارنګه وویل چې اسلامي امارت تر عمومي عفوې وروسته خپل اساسي لومړیتوب د اقتصادي ودې او بنسټیزو چارو ترسره کول وټاکل او په تېرو دوه نیمو کلونو کې په اقتصادي پياوړتیا او سوداګریزه برخه کې افغانستان په ښه مسیر روان دی.

د هغه په وینا، افغانستان په تېرو دوو لسیزو کې اشغال، فساد، جګړې او زورواکۍ ځپلی دی، په افغانستان کې د نفاق تخمونه کرل شوی، وروڼه او قومونه د شخصي ګټو لپاره دښمنۍ ته هڅول شوي او خلک په قوم، ژبې، سمت او مذهب وېشل شوي وو، خو د اسلامي امارت په راتګ سره دا نفاق له منځه تللی دی.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وویل، اوس افغانستان د واحد افغان ملت او واحد اسلامي نظام څښتن دی او د افغانستان د تجزیې په اړه جوړ شوي پلانونه او شومې هڅې ناکامه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته