کابل باختر د وږي پنځه ويشتمه :
دکاپيسا ولايت په يوه واټ کې پرون ديوه ښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله درې تنه ملکي وګړي ووژل شول او نهه تنه نور ټپيان شول .
دکاپيساولايت دامنيې قوماندانۍداوپراسيون آمرسمونوال اسدالله دباختراژانس خبريال ته وويل: دپوځي ځواکونو دله منځه وړلو په مقصد وسله والو طالبانو دکاپيسا ولايت داله ساى ولسوالۍ په بازارکې يو ماين ښخ کړى شوى و چې دپوځي ځواکونو دسپرلۍ دکاروان له رسيدو مخکې وچاوديد .
ده وويل چې ددغې چاودنې له امله يې درې تنه ملکي وګړي شهيدان او نهه تنه نور يې ټپيان شول .
ددغې پيښې قربانيان ښځې، ماشومان او نارينه دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ