– کابل / دغبرګولي٣مه / باختر
د روسیې د معنوي چارو د فعاليتونو اداره په پام کې لري چې افغانستان ته د دیني عالمانو یو پلاوی واستوي.
ایلدار علیاتدینوف؛ د روسیې د مسلمانانو د معنوي چارو ادارې مرستیال ويلي دي، د روسیې پلاوی به د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو د رسولو ترڅنګ د دغه هېواد یو شمېر ښارونه او ولایتونه هم وگوري.
هغه ويلي چې پرون يې په مسکو کې د افغانستان د سفارت له سرپرست جمال ناصر غروال سره کتلي او د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو ترسره کولو لپاره یوې هوکړې ته رسيدلي دي.
له افغانستان څخه د روسيې دعالمانو د پلاوي کتنه دروان کال په دوبي کې پلان شوې ده او هغه مرستې چې ياد پلاوى به یې له ځان سره راوړي درمل او جامې دي.
د دغه پلاوي په ترکيب کې د زکات خیریه بنسټ استازي چې د روسیې د معنوي ادارې د تشکيلاتو یوه برخه ده، هم شامل دي چې په افغانستان کې بي وزلو کورنيو ته مرستې برابروي.
د روسیې د معنوي مرستو بنسټ چې مشري یې مشهور مسلمان عالمان کوي، ټینګار کوي چې د دوی مرستې له سیاسي او نژادي ملحوظاتو پرته په ټوله نړۍ کې ترسره کیږي. دغه بنسټ په روان کال کې افغانستان ته د خپلو مرستو په لومړي کتار کې ځاى ورکړى دى.
\ ذ