کابلباختر د غويي ٢٥ مــــــــه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس حامد کرزي له خوا د فدراتیفې روسیې د صدراعظم په توګه د دیمتري انا تولو ویچ مدویدویف د ټاکل کېدو له امله د هغه په نامه د مبارکۍ پیغام لېږل شوی دی.
په پیغام کې ویل شوي دي، خوښ یم چې د فدراتیفې روسیې د صدراعظم په توګه دستاسو جلالتمآب د ټاکل کیدو په مناسبت تاسو ته د زړه له کومې مبارکي وایم.
د افغانستان خلک د روسیې له خلکو سره د اړیکو د لا پراختیا غوښتونکي دي او هیله لري چې د روسیې دوست هېواد دې د اقتصادي پروژو له لارې د افغانستان په بیا جوړولو کې خپله ونډه لا زیاته کړي.
بشپړ باورلرم چې د روسیې د صدراعظم په توګه دستاسو جلالتمآب ټاکنه به په دې برخه کې مهم رول ولوبوي.
دستاسو جلالتمآب روغتیا او د روسیې د خلکو نیکمرغي او هوساینه زما هیله د