کابل / د وري ۲۷ مه / باختر
یو سړی چې ویل کېږي په ننګرهار کې د داعش د رسنیو د شبکې غړی دی، ونیول شو.
د ملي امنیت ځواکونو پر ملا جلال چې په انتظار مشهور دی، تېره شپه په بهسودو ولسوالۍ کې برید وکړ او ویې نیو.
د ننګرهار د ملي امنیت یوې سرچینې باختر آژانس ته وویل چې ملا جلال په ننګرهار کې د داعش تروریستي ډلې مرګاني بریدونه انعکاس ورکاوه او دغې ډلې ته یې تبلیغ کاوه.
د داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/ع