دپا کستان صدراعظم يو سف رضا ګيلا ني د خپل هيواد د ار دو ځواکو نه ستايلي دي
په همدى حال کې ګيلا ني په يوه وينا کې په نسبتي ډول يوې محتاطانه لهجې سره ددغه هيواد د نورو بنسټونو په نسبت دپاکستان دپارلمان په ارزښت ټينګار کړى دى
دپا کستان صدراعظم دغه خبرې د کابيني ددفاعې کميټې په يوه غونډه کې کړى دى
دپا کستان د حکومت دفاعې کميټې ددغه هيواد دصدراعظم يوسف رضا ګيلا ني او لوى درستيز پرويز اشفاق کيا ني په ګډون غونډه و کړه .
ددې غونډې هدف د پا کستان د حکو مت او اردو ترمنځ او سنۍ کړکيچ ته د حل د يوې لارې مو ندل بلل شوى دى . هغه کړ کيچ چې په دې وروستيو وختو کې په دغه هيواد کې سياسي تاو تريخوالى زيات کړى دى
په همدى چوکاټ کې د پا کستان جمهور رئيس اصف علي زرداري ددغه هيواد له لوى درستيز جنرال اشفاق کيا نې سره هم خبري کړى دى دا په داسي حال کې ده چې د پا کستان پارلمان سبا په دغه هيواد کې حکومت ته د باور درايي د ورکولو لپاره يوه غونډه جوړ وي