امنیت

د داعش د تروريستي ډلې يوغړى په ننګرهار کې ووژل شو

٢١- کابل / دليندۍ ٢٨مه /باختر
د داعش د هدفمندو ترورونو د ډلګى يوغړى په ننګرهار کې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شو.
په دغه داعشي تېره شپه کله يې چې غوښتل يو افسر د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې ترور کړي د ملي امنيت د ځواکونو له خوا پرې ډزې وشوې او ووژل شو.
د ننګرهار يوامنيتي خبرځاى باختراژانس ته خبرورکړ چې دغه وژل شوى داعش غړى د ننګرهار په ځينو سيمو کې د څوتنو د ترور عامل و .
د رارسېدلوخبرونوله مخې؛ وژل شوى داعش په ننګرهار کې د پوځي افسرانو ، قومي مشرانو او د سيمه ييزو مسوولينو د ترور په خاطر ګومارل شوى و .
تراوسه پورې د دغه داعشي هويت نه دى افشا شوى.
وسله والو داعشيانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .
ختم_ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته