اعلامیهخبرونهفرهنګTOP

د خبریالانو ملي ورځې په تړاو، د اطلاعاتو او کلتور وزارت اعلامیه

کابل، د کب ۲۷مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خبریالانو د ملي ورځې په پار د هېواد د ټولو خبریالانو او د رسنيز ډګر د فعال او پیاوړو کادرونو د رسنیزو فعالیتونو ستاینه کوي.
خبریالي د پوهو ملتونو اساس، او د عامه پوهاوي په برخه کې مهم رول لوبوي، نن موږ د ټولو هغه خبریالانو او رسنیو ملاتړ ته خپله ژمتیا ښايو چې په زړورتیا او ریښتینولۍ سره د هېواد وګړو ته د اسلامي او ملي ارزښتونو په پام کې نيولو سره حقایق په ډاګه کوي او عامه پوهاوی ورکوي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مطبوعاتو آزادۍ ته د ژمنتیا ترڅنګ، تل په دې هڅه کې دی، چې د هېواد خبریالانو ته ډاډمنه کاري ساحه برابره کړي.
په رسنيز ډګر کې د ټیکنالوژۍ له پرمختګ سره د یو لړ ستونزو لکه: د ناسمو معلوماتو د خپراوي د مخنیوي لپاره د ډیجیټلي پوهې د اړین بللو تر څنګ دا وزارت خپل ملاتړ له هغو ابتکاراتو څخه اعلانوي چې رسنیزه پوهه پیاوړې کوي، سالم انتقاد ته لاره پرانیزي او په رسنیو کې اخلاقي معیارونو ته وده ورکوي.
دې ورځې ته د ارزښت ورکولو په پار موږ له ټولو دولتي ادارو، رسنيزو سازمانونو او د خبریالانو له ټولنې څخه غواړو ترڅو د رسنيز ډګر د پیاوړتیا په موخه ګډ کار وکړي، يوازې د یو ګډ هوډ په نتیجه کی موږ کولی شو چې د خبریالانو حقوق خوندي او ملت ته ښه رسنيز خدمات وړاندې کړو.
په پای کې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خبریالانو روحیه او په ټولنه کي د دوی د پام وړ اغېز ته په کتو د دوی له ارزښتمنو خدمتونو څخه منندوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته