امنیت

په هرات کې د طالبانو جنګي وسايل کشف شول

کابل/ د کب٢٠ مه/ باختر
په هرات کې د وسله والو طالبانو جنګي وسايل کشف او ترلاسه شول.
ويل کېږي په دغو جنګي وسايلوکې سپکې او درندې وسلې، بمونه، ماينونه او د توغندي ګولۍ شته.
د رپوټونو له مخې؛ وسله والو طالبانو پرون دغه جنګي وسايل نامعلوم ځاى ته لېږدول چې امنيتي مامورينو د ګذرې ولسوالۍ بازار ته څېرمه يې کشف او ترلاسه کړل.
د هرات والي عبدالقيوم رحيمي په وخت سره د امنيتي مامورينو له لوري د دغو جنګي وسايلو د کشف له امله قدردانې وکړه.
پاى ذ 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته