سیاستTOP

د جمهوررییس په مشرۍ ارشد امنیتي غونډه جوړه شوه

کابل / د زمري ۲۰مه / باختر
جمهوررییس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان محمد اشرف غني د بلخ مرکز مزارشریف ښار ته له رسېدو او د یاد ولایت له جهادي او سیاسي شخصیتونو سره تر کتنې وروسته، ارشد امنیتي غونډه رهبري کړه.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په پیل کې په شمال زون کې امنیتي او دفاعي مسوولینو د امنیتي وضعیت د کنټرول لپاره د خپل تیاري راپورونه او برنامې شریکې کړې، ویې ویل: د دولت په چوکاټ کې د ولسي پاڅونونو بشپړ ملاتړ ورسره دی او په ګډه به په شمال زون کې تصفیوي عملیات ترسره کړي.
جمهوررییس د هغوی د راپورونو او برنامو تر اورېدو وروسته، په شمال زون کې د وضعیت د کنټرول لپاره اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته