خبرونهټولنهTOPروغتیا

په کابل کې شاوخوا ۲۵ ټنه تاریخ تېر او بې‌کيفيته بېلابېل خوراکي توکي له منځه یوړل شول

کابل، د غويي ۱۹مه، باختر

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، نن په کابل ښار کې شاوخوا ۲۵ ټنه تاریخ تېر او بې‌کيفيته بېلابېل خوراکي توکي له منځه یوړل.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، د خوړو د خوندیتوب عمومي رئیس ډاکټر نعیم الله ایوبي رسینو ته وویل چې د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، د خوړو د خوندیتوب عموي ریاست د ټیمونو د څارنې په بهیر کې، د کابل ښار له بېلابېلو ناحیو څخه شاوخوا ۲۵ ټنه خوارکي توکي چې بسکوېټ، چاکلېټ، نوشابې، شېدې او نور توکي په کې شامل دي؛ راټول شوي چې نن له منځه یوړل شول.

ایوبي همدا رنګه، د یادې ادارې د کړو وړو او فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې، د روان (۱۴۰۳) مالي که له پیل څخه تر اوسه پورې، شاوخوا ۱۸۵ټنه بېلابېل خوراکي توکي، د هېواد له مرکز او ولایتونو څخه راټول او هدر کړي دي.

Ps2024050817 1

هغه له هېوادوالو څخه وغوښتل چې په بازارونو کې د تېر تاریخ، بې‌کیفتیه او غیر معیاري توکو او درملو په لیدو سره، د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې اړوندو څانګو مسئولینو ته خبر ورکړی؛ ترڅو د یادې ادارې د مسلکي ټیمونو له لوري مشکوک خوراکي توکي او درمل و ارزول شي.

د خوړو د خوندیتوب عمومي رئیس دغه راز له سوداګرو، تولیدي فابریکو او د وارداتي شرکتونو اتحادیې له مسئولینو څخه وغوښتل چې هېواد ته با کیفیته درمل او خواړه وارد کړي او د خپلې ټولنې د روغتیا په پام کې نیولو سره؛ هغه درمل او خواړه دې تولید او وارد نه کړي چې وخت یې کم پاتې وي. 

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې د مسئولینو د معلوماتو له مخې؛ په هېواد کې د اشغالګرو شتون او د هغوی له خوا د کیمیاوي وسلو او توکو کارول، په تېره اداره کې خوړو او درملو ته نه پاملرنه او د مافیايي کړیو واکمني هغه عوامل دي چې په هېواد کې غذايي خوندیتوب یې له ننګونې سره مخ کړی دی؛ خو اسلامي امارت په ځانګړې توګه د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې ته د هېوادوالو روغتیا او غذايي مصئونیت ډېره ارزښتناکه موضوع ده او په دې لاره کې به هڅې وکړي، ترڅو په نږدې کلونو کې هېوادوال وکولای شي خوندي خواړه او درملو ته لاسرسي پیدا کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې ادارې مسئولینو په میلیونو ډالرو سره، و نه توانېدل چې د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداره فعاله کړي او په دې برخه کې ډېرې نیمګړتیاوې هم موجودې وې؛ خو د افغانستان اسلامي امارت په بیا واکمنېدو او د مشرانو په هڅو سره؛ اوسمهال دغه اداره د هېواد په ټولو ولایتونو کې مستقلې ادارې لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته