خبرونهسیاستTOPټولنه

د جمهوررييس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

کابل/ د وري۳۰مه/ باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه، د کابینې د غړو او والیانو په ګډون د ویډیو کنفرانس له لارې نن مازدیګر په ارګ کې جوړه شوه. د غونډې په پيل کې جمهوررئیس د صنعت او سوداګرۍ وزارت د روژې مبارکه میاشت کې خصوصي سکتور له بې وزلو او نادارو وطنوالو سره د مرستو هڅونې او انسجام ته موظف کړ. همداراز یې د جمهوري ریاست عالي مقام، وزیرانو، د بودجوي واحد ادارو رئیسانو او والیانو سره د ځانګړې مرکې په توګه د زیګنال (وزیر) تلویزیوني برنامې د جوړولو په اړه د ملي راډیو تلویزیون طرحه وستایله او په دې برخه کې د کابینې د غړو پر همکارۍ ټینګار وشو. وروسته په دوست هیواد تاجیکستان کې د اسیا زړه ناستې او د افغانستان او تاجیکستان د متقابلو همکاریو پراختیا د ارزښت په اړه معلومات وړاندې او د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د یادې ناستې د ګډې اعلامیې او نورو ټولو دوه اړخیزو معاهدو د درج شویو ژمنو پر تعقیب موظف شو. ورپسې د روان کال تر سپټمبر میاشت پورې له هیواد څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د امریکا متحدو ایالتونو د جمهوررئیس پر وروستۍ پرېکړې خبرې او ټینګار وشو چې له هیواد څخه د امریکایي ځواکونو وتل د دواړو هیوادونو د اړیکو د پرېکون په معنا نه، بلکې د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو او همکاریو د نوي څپرکي پیل دی. همداراز د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د دواړو هیوادونو د دوه اړخیزو او څو اړخیزو قراردادونو او معاهداتو د اجرایي او الزامي کېدو په اړه هم معلومات وړاندې شول. په همدې ترتیب له افغانستان څخه د امریکایي ځواکوانو د وتلو په اړه له هیواد څخه د مستقلانه دفاع په موخه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا په هکله د دولت د مخکېني چمتووالي او د اسلامي هیوادونو علماو له لورې په افغانستان کې د جګړې د حراموالي په اړه معلومات وړاندې شول او د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان د دایمي بې طرفۍ غوښتنې په اړه د لویې جرګې پر جوړولو ټینګار وشو. کابینې د رسمي سفرونو د تنظیم او د دولتي ادارو منسوبینو لپاره د روغتیایي مالي مرستې د مقررو طرحې له یو لړ بدلونونو سره تصویب کړې. کابینې همداراز د زیات شوي ارزښت مالیې قانون ۳۵ مادې د تعدیل طرحه او په کوچني او ستر مقیاس د کان کېندنې سیمو په توګه د ۲۰ سیمو د اعلان د منظورۍ په موخه د کانونو او پټرولیم وزارت غوښتنه او د شاه و عروس بند استملاک لاندې سیمو د بیا ارزونې راپور او د یادو سیمو د استملاک تصویب تایید کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته