بغلان باختر دمرغومي دمياشتې ٢٨ :
په بغلان ولايت کې دکرنې او اوبولګولو په برخو کې سږکال د انکشافي پروژو په تطبيق سره به په دغه ولايت کې د کرنې د اوبو د کمښت له پلوه د بزګرانو په سلو کې اتيا ستونزې لرې شي .
د بغلان ولايت د دريايي حوزې د رياست سرپرست انجنيرمحمدآصف رحيمي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د کرنيزو اوبو د کمښت له پلوه له بزګرانو سره د موجودو اړتياوو او ستونزو له په پام کې نيولو سره د درې سوه مليونو افغانيو په لګښت په دې برخه کې ٣٦ بنسټيزې پروژې په پام کې نيولې شوي دي.
د بغلان د دريايي حوزې رياست سرپرست په تېرمالي کال کې ددغه رياست تر کار لاندې ټولې پروژې نهه پروژې وښودلې او زياته يې کړه: له دغو ټولو پروژو څخه درې پروژې يې تطبيقې او شپږ نورې پروژې يې تر کار لاندې دي.
ده دغه راز څرګنده کړه چې د نويو پلونو په جوړولو او د تېرکال د پروژو په تطبيق سره به د زراعتي اوبو د نشتوالي او کمښت له پلوه د بزګرانو ستونزې په سلوکې اتيا لرې کيږي.
د يادونې وړ ده چې په بغلان ولايت کې ٨٦ زره هکتاره زراعتي ځمکه شته او خړوبولو چارې يې د١٧٠ کوچنيو او لويو کانالونو په واسطه ترسره کيږي.
0 1 دقیقه لوستل